د چين چاپيريال ساتنې وزارت او
نورو اړوندو ارګانونو په دې وروستيو په ګډه ((د پرمختګ د ۱۴م پنځه کلن پلان په
جريان کې د ځمکو او تر ځمکې لاندې د اوبو او د کليوالو سيمو د چاپيريال ساتنې
پلان)) خپور کړ او پکې يې عمده موخې او اقدامات وړاندې کړي دي.
په دې پلان کې ۴ مهمې پروژې ټاکل شوي : د ځمکو او تر ځمکې لاندې د اوبو د کرغيړنتوب وقايه، د ځمکو او تر ځمکې لاندې د اوبو د کرغيړنتوب کنټرول او پاکول، د کړنيزو چارو په بهير کې د رامنځته شوي کرغيړنتوب وقايه او د کليوالو سيمو د چاپيريال ښه والی. (شکريه)