د چين د بهرنيو اسعارو ملي ادارې د نوې شمېرنې له مخې، د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر تر پايه د چين د بهرنيو اسعارو د زيرمې اندازه ۳۲۵۰ ميليارډو او ۲۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې او دغه اندازه د تېر نومبر د پای په پرتله ۲۷ ميليارډه او ۸۰۰ ميليونه امریکايي ډالره يعنې صفر اعشاريه ۸۶ سلنه زياته شوې ده.
د چین د بهرنيو اسعارو ملي ادارې مرستيالې او مطبوعاتي وياندې وانګ چون يينګ وويل، چې د ۲۰۲۱م کال په ډسمبر کې د بهرنيو اسعارو بازار خپل ثابت حالت ساتلی او اړوندې معاملې يې عموماً په منظم ډول تر سره شوې دي.