عصري ټکنالوژي به د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې لا ښايسته کړي
CMG2022/01/08 11:41:00
شريکول:

ليکواله: زرينه؛ د چين مېډيا ګروپ خبرياله

 

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره ځانګړی اورګاډی

 

د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک نړيوالې ژمنۍ لوبې به د راتلونکې فبرورۍ په څلورمه نېټه په چين کې پيل شي. د دغه هېواد دولتي رسنۍ سي اېم جي د دغو لوبو د ژوندۍ خپرونو لپاره په هغه ځانګړي اورګاډي کې، چې د دوو کوربه ښارونو ( بېجينګ ــ جانګ جيا کو)  ترمنځ تګ راتګ کوي او په ساعت کې يې سرعت ۳۵۰ کيلومترو ته  رسيږي، د 5G سټوډيو جوړه کړې او د روانې مياشتې په شپږمه نېټه يې ګټې اخيستنې ته وسپارله. دا په نړۍ کې لومړی ځل دی، چې په يو چټک اورګاډي کې د

5G سټوډيو جوړه شوې او د همدغه تخنيک په مټ به روښانه ژوندۍ خپرونې وکړي.

 

په ياد اورګاډي کې د سي اېم جي د 5G سټوډيو

 

 د چين دولت  د بېجينګ د اولمپيک نړيوالو لوبو لپاره د عصري ټکنالوژۍ نوښت او استفادې ته په ډېره درنه سترګه ګوري. د دغه هېواد د عصري تکنالوژۍ وزارت چارواکی وو يوان بين وايي، چې دغه وزارت د ۲۰۱۶ م کال په نومبر کې د بېجينګ له ښاروالۍ، د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو له تشکيلاتي کمېټې او د دغه هېواد د سپورټ ملي ادارې سره په ګډه د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره د عصري ټکنالوژۍ د نوښت او استفادې پلان جوړ کړی، چې له مخې به يې د دغو لوبو په موده کې د لوبغاړو، کارکوونکو او کتوونکو د ليږد راليږد، د سياليو د کتلو، د لوبغالو د جوړولو او د کرونا وبا د مخنيوي په شمول بېلابېلو برخو کې نوې عصري ټکنالوژي وکارول شي.

 

د يادو ادارو د پنځه کلنو ګډو هڅو په نتيجه کې د ۲۰۲۱م کال په فبرورۍ او اپريل کې، کله چې د چين په بېجينګ او جانګ  جيا کو  ښارونو کې ازمويښتي لوبې ترسره کېدې، ۱۳۳ نوې ټکنالوژۍ وازمويل شوې او په تېر اکتوبر کې ۲۲۸ نوې ټکنالوژۍ د ازمويښتي لوبو او د لوبغاړو د روزنو پر مهال وکارول وشوې.

 

چاپېريال ساتنه د بېجينګ له هدفونو څخه دی . د چيني رسنيو د راپورونو له مخې، د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو ټولو لوبغالو کې بادي او لمريزه برېښنا کارول کيږي. د چين د يخمالک په ملي لوبغالي، ووکه سونګ سپورټي مرکز او څو نورو لوبغالو کې، چې د اولمپيک ژمنيو لوبو ځينې سيالۍ به هملته ترسره شي، د يخ جوړونې پرمختللی سيستم کارول شوی او د شنو خونو ګازو د ايستلو اندازه يې نږدې صفر ته رسولې ده. دا به د اولمپيک نړيوالو لوبو په تاريخ کې لومړی ځل وي، چې د شنو خونو ګازو د کمولو لپاره د لوبو په زياترو ځايونو کې ياد پرمختللي سيستمونه کارول کيږي.  د دې ترڅنګ د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په موده کې به د لوبغاړو، کارکوونکو او کتونکو ليږد راليږد ته ۷۰۰ ځانګړي بسونه، چې له هايدروجن (hydrogen)  جوړ سون موادو په استفادې حرکت کوي، وکارول  شي. پلاستيک چاپېريال ته زيان رسوي، نو د يادو لوبو  لوبغاړو او کارکوونکو ته به د ډوډۍ پرمهال د خوړو داسې لوښې برابر شي، چې له پلاستيک څخه به نه، بلکې له جوارو، کچالو او داسې نورو خوراکي توکو څخه به جوړ شوي وي.