د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۷مه نېټه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د قزاقستان حکومت د ترهګرۍ ضد يو لړ اغېزمن تدبيرونه نيولي، څو د ټولنې ثبات وساتي. چين د وضعيت د ارامولو لپاره د قزاقستان حکومت له ټولو هڅو څخه ملاتړ کوي او له هغو بهرنيو قواوو سره کلک مخالفت کوي، چې په قزاقستان کې تاوتريخوالی رامنځته کوي.
نوموړي زياته کړه، چې چین د قزاقستان دوست او دايمي هراړخيز ستراتيژيک ملګری دی او تر خپلې وسې پورې به له دغه هېواد څخه ملاتړ وکړي.