د روغتيا نړيوال سازمان د بېړنيو پروژو تخنيکي مسئولې ماريا وان کيرخوف د جنورۍ په اوومه نېټه وويل، چې د کرونا ويروس اوميکرون بڼه اوس د چټکې خپرېدا په حال کې ده او د نړۍ په هغو ټولو ځايونو کې چې د ويروسونو د جين د ازموينې توان لري، پر دې بڼې اخته مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.
د کرونا اوميکرون بڼه لومړی په جنوبي افريقا او بوتسوانا کې پيدا شوې او په دغو دواړو هېوادونو کې د کرونا ډېلټا بڼه په لويه کچه نه ده خپره شوې. د نړۍ په نورو هېوادونو کې د اوميکرون بڼې له رامنځته کېدو مخکې ډېلټا بڼه په چټکۍ خپره شوې وه، خو اوس په ځينو هېوادونو کې اوميکرون تر ډېلټا ډېر خپور شوی دی.