په تېر کال کې د "امريکايي ډيموکراسۍ" وضعيت
CMG2022/01/08 12:33:13
شريکول:

د تېر کال د جنورۍ په شپږمه نېټه د امريکا کانگرس  تر دروازې پورې لاريونونه رامنځته  شول. په تېر کال کې د دغه هېواد په ټولنه کې تضادونه زيات شوي او نړۍ وليدل چې د "امريکايي ډيموکراسۍ" ناروغي نوره هم سخته شوې ده.

د اسوشيټيډ پریس لخوا يوې وروستۍ سروې ښودلې، چې د جمهوري غوښتونکي گوند ۳۰ سلنه غړيو فکر کاوه چې د کانگرس په دروازه نوموړې پېښه تاوتريخوالی نه و، خو د ديموکرات گوند ۹۰ سلنه غړي دغه پېښه له تاوتريخوالي ډکه بولي. داسې ښکاري، چې د دې پېښې په اړه د سياستوالو نظريې يوه داسې موضوع  ګرځېدلې، چې له خپل ګوند سره د دغو سياستوالو د وفادارۍ کچه ترې ښکاريږي.

يوه ناوړه پېښه د ګوندونو او حکومت پر وسيلې بدله شوې، چې بې له شکه د امريکا د ډيموکراسۍ لپاره یو ستر ذلت دی.

په عين وخت کې ياد لاريونونه هم د امريکا د سياست د سختېدو سبب شوی دی. د تېر کال په اوږدو کې د پوليسو  چارو اصلاحات، د وسلو د کنټرول اقدامات او د اقتصادي لګښتونو پلانونه په مکرر ډول درول شوي او د امريکا ټولنيزه حکومتداري وروسته پاتې ده. ډېری خلک انديښمن دي، چې که دغه وضعيت همداسې دوام ولري، د امريکا د حکومت کارونه به فلج شي، دا هم په بشپړه توګه ښیي چې د "يو کس، يوه رايه" ډيموکراسي، چې د امریکایي سياستوالو لخوا يې ملاتړ کيږي، د رايې ورکوونکو اساسي ګټې نه شي خوندي کولی.

د تېر کال په پای کې د امريکا يوې نظر پوښتنې ښودلې چې له ۳۴ سلنې ډېر امریکایان په دې باور دي، چې د امريکا د حکومت په وړاندې د اتباعو د تاوتريخوالي عملونه "مشروع" دي او دغه انډول په لسيزو کې ترټولو لوړ ښي.  د دغه هېواد ټايمز مجلې او نيوزويک په متفقه توګه په دې باور دي، چې د کورنۍ جګړې تمايل په امريکا کې ځړول کېږي. د روانې میاشتې په درېيمه نېټه د يوې بلې نظرپوښتنې نتيجه خپره شوې، چې له مخې يې ۶۴ سلنه ځواب ورکوونکي په دې باور دي، چې د امريکا ډيموکراسي په بحران کې ده او د ناکامۍ له لوړ خطر سره مخامخ ده.

د حيرانتيا خبره دا ده، چې د امريکا ولسمشر د نوموړو لاریونونو د رامنځته کېدو د لومړۍ کليزې په مناسبت په خپله وينا کې ادعا وکړه، چې "دغه پېښه د ډيموکراسۍ پای نه ، بلکې د آزادې او عادلانه سيالۍ نوی پيل دی".

ډيموکراسي د سينګار لپاره نه، بلکې د خلکو د ستونزو د حل لپاره کارول کېږي، که د ډيموکراسۍ په نوم د ديموکراسۍ د واقعيت خلاف عمل ته ادامه ورکړي او ټکر او تفرقه رامنځته کړي، دا به يقينا امريکا ډېر خطرناک حالت ته اړ کړي.