د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د قزاقستان ولسمشر جومارت توکايف ته پيغام ولېږه
CMG2022/01/08 10:41:47
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي‌ جين پينګ د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ په ۷مه نېټه د قزاقستان ولسمشر جومارت توکايف ته پيغام ولېږه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې په دې وروستيو ورځو کې قزاقستان کې لويه پيمانه تاوتريخوالی رامنځته شوی، ‌چې پکې ګڼ شمېر کسان  مړه او ټپيان شوي‌ او مالونو ته هم زيان رسېدلی دی.  شي‌ جين پينګ ورته خپله خواخوږي څرګنده کړه او ويلي یې دي، چې ولسمشر توکايف مؤثر تدبيرونه نیولي او سمدلاسه تاوتريخوالی يې ارام کړی، له دې څخه  د توکايف  مسئولانه رويه او دريځ په ډاګه شو.

شي جين پينګ ويلي، چې چین په کلکه توګه له هغو واکونو سره مخالفت کوي، چې د قزاقستان امنيت او ثبات ويجاړوي. چین د قزاقستان دوست او دايمي هراړخيز ستراتيژيک ملګری دی او تر خپلې وسې پورې به له دغه دوست هېواد سره مرسته وکړي .