د کرونا وبا د مخنيوي تدبيرونه به په ټاکلي وخت د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو تر سره کېدو ته تضمين ورکړي
CMG2022/01/08 10:51:33
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ وې بين د جنورۍ په اوومه نېټه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول جدي او پياوړي تدبيرونه به دا ډاډمن کړي، چې د بېجينګ المپيک ژمنۍ لوبې به په خونديتوب او ټاکلي وخت تر سره شي.

د روغتيا نړيوال سازمان د بېړنيو طبي پروژو اجرائيه مدير ميکل ريان د جنورۍ په شپږمه نېټه ويلي، چې په چين کې د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو لپاره د کرونا وبا د مخنيوي تدبيرونه ډېر جدي او اغېزمن دي، نو دغه سازمان په دې نظر دی، چې په دغو لوبو کې د کرونا وبا هيڅ خطر شتون نه لري.

ښاغلي وانګ ون بين وويل، چې د المبيک د ژمنيو لوبو په مقدماتي چارو کې د بېجينګ لاسته راوړنې او لوړ موثريت او د کرونا وبا د وقايې او کنټرول په چارو کې جدي او علمي رويه او سلوک ټولو ته څرګند  دی. نوموړي زياته کړه، چې دغه تدبيرونه به تر ممکنه حده د لوبغاړو او نورو اړوندو خواوو روغتيا او خونديتوب تامين کړي او د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو  تر سره کېدو ته به تضمين ورکړي.