د بوبسليګ او سکيلېټن نړيوال فدراسيون رئيس : د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به ډېرې په زړه پورې وي
CMG2022/01/08 10:37:40
شريکول:

د  بوبسليګ او سکيلېټن نړيوال فدراسيون رئيس ( International Bobsleigh and Skeleton Federation, or IBSF) افو فيرياني(Ivo Ferriani) له سي جي ټي اېن تلويزيون سره د مرکې پر مهال د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تشکيلاتي کمېټې کارونه وستايل او باور يې وښود، چې په دغو لوبو کې به لوبغاړي ښې نمرې وګټي.

نوموړي په دې مرکه کې ويلي، چې اوه کلونه دمخه د ده فدراسيون د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو له تشکیلاتي کمېټې سره همکارۍ پيل کړې دي. نوموړي له دې کمېټې سره اړيکې ډېرې ښې بللي او باور يې ښودلی، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به ډېرې په زړه پورې وي.

نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې سپورټ بايد پر سياست پسې ونه تړل شي او د سياسي دسيسو د وسيلې په توګه ونه کارول شي.