د کريملين ماڼۍ د جنورۍ پر ۸مه نېټه خبر ورکړ، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د قزاقستان له لسمشر جومارت توکايف سره اوږدې ټليفوني خبرې وکړې.
توکايف په ټليفوني خبرو کې د قزاقستان اوسنی وضعيت ورته روښانه کړی او څرګنده کړی يې ده چې روان وضعیت مخ په ښه کېدو روان دی. هغه د ډله ييز امنيت تړون د سازمان د غړيو هېوادونو، په تېره بيا د روسيې له مرستو څخه مننه وکړه. دواړو خواوو د قزاقستان د نظام د بيا اعاده کېدو په پار د تدبيرونو په اړه د نظريو تبادله وکړه.
توکايف غوښتنه کړې، چې په راتلونکو څو ورځو کې دې د رئيسه هېواد ارمنستان تر مشرۍ لاندې د ياد سازمان د امنيت شورا انلاين غونډه تر سره شي. پوتين هم د دې وړانديز څخه ملاتړ ښودلی.