د قزاقستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر د جنورۍ پر ۸مه نېټه خبر ورکړی، چې د ډله ييز امنيت تړون د سازمان (CSTO) سوله ساتونکي ځواکونه د دغه هېواد پلازمېنې نور سلطان ته رسېدلي او سوله ساتونکې دندې يې پيل کړې دي. له دې امله د قزاقستان خپل امنيتي ځواکونه الماتا ته تللي شي، تر څو هلته د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي.
په ياد خبر کې راغلي، چې د قزاقستان ولسمشر جومارت توکايف بېلابېلو ادارو ته امر ورکړی، چې همکاري او همغږي بايد ښه تر سره کړي، څو وضعيت ثابت او د خلکو ګټي خوندي کړي.