وانګ يي: چين او مالديو د اُميد، سوکالۍ او نيکمرغۍ پرلار روان دي
CMG2022/01/09 15:23:10
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د مالديود بهرنيو چارو وزير عبدالله شاهد د جنورۍ پر اتمه نېټه د مالديو په پلازمينې مالې کې په ګډه له خبريالانو سره وکتل.

وانګ يي وويل، چې د چين او مالديو ترمنځ اړيکې له پنځوسو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو د ګډو  کوښښونو له لارې د هېوادونو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ او ګډو ګټو نمونه ګرځېدلې ده.

وانګ يي زياته کړه، چې چين له مالديو سره په همکاريو کې د مالديو د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د چټکوالي او د دغه هېواد د پرمختيايي توان د لوړوالي لپاره رښتيني ګامونه پورته کړي دي. چين په مالديو کې د ويلانا هوايي ډګر د پراخوالي پروژه تر سره کړې، د چين او مالديو د دوستۍ پُل يې جوړ کړی، د زرګونو ځايي کورنيو لپاره يې لس زره کورونه ودان کړي او د جي شل ډلې تر چوکاټ لاندې يې د مالديو پورونه کم کړي دي. نوموړي اعلان وکړ، چې چين به د مالديو د اقتصادي سمسوتيا لپاره نوۍ مرتسندويه پروژې تر سره کړي. له حقيقت څخه دا ثابته شوې، چې د ورېښمو د سمندري لارې  په ابادۍ کې د چين او مالديو ترمنځ همکارۍ د دواړو هېوادونو له ګټو سره سمون لري او دواړه هېوادونه د اُميد سوکالۍ او نيکمرغۍ په لاره روان دي.