د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزير وانګ يي په بلنه، د سعودي عربستان، کويت، عمان او بحرين د بهرنيو چارو وزيران او د خليج همکارۍ شورا سرمنشي به د جنورۍ له ۱۰مې نېټې تر ۱۴مې نېټې پورې له چين څخه ليدنه وکړي.