د بېجينګ په اولمپيک ژمنيو لوبو کې به د بېلا بېلو برخو ۷۰ نوې تکنالوژۍ وکارول شي
CMG2022/01/09 15:18:39
شريکول:

د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به نه يوازې د اولمپيک د روحيې ، بلکې د ساينس او تکنالوژۍ د نوښت په برخه کې د دغه ښار د لاسته راوړنو د ښودنې ډګر وګرځي.  د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره د مخابيراتو او سافټ وير پروژو، عامه امنيت، ډېر لوړ وضاحت لرونکو ويډيوګانو،  5Gاو نوې انرژۍ په برخو کې تر ۲۰۰ زياتې تکنالوژۍ تر ازموينې لاندې نيول شوي او له دې جملې څخه به څه باندې ۷۰ نوې تکنالوژۍ د لوبو په ترڅ کې وکارول شي .

د بېجينګ يوه اړوند چارواکي وويل، چې د کرونا ويروس د څارنې نوی سيستم د سټوډيومونو په هوا کې د ويروس د څارنې او پيشبينۍ توان لري او حساسيت يې د پخوانيو وسايلو په پرتله ۳ چنده لوړيږي . دغه تکنالوژي د چين د چټکي يخمالک په ملي سټوډيوم او د لامبو ملي مرکز کې په ازموينو کې خپلې اغيزې ثبت کړې دي.

بر سيره پر دې، بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د سټوډيومونو او ميدانونو د ابادۍ او ادارې، ټرانسپورټ او د مالونو د ليږد راليږد په برخو کې د کاربون دوه اکسايد د کمې ايستنې تکانالوژۍ د څېړنې او پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړي.