څوک د اسيا او ارام سمندر سيمې ته” ګواښ“ دی؟
CMG2022/01/09 16:24:02
شريکول:

د امريکا او جاپان د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو د جنورۍ پر اوومه نېټه په انلاين ډول يوه غونډه تر سره کړې او د ګډې اعلاميې په خپرولو سره يې د چين ضد تبليغات کړي او هغه مفکوره يې خپره کړې، چې وايي، چين يو ګواښ دی. دواړو خواوو د دفاع نوی همکاريز تړون لاسليک کړی دی. له دې نه يوه ورځ مخکې جاپان او اسټراليا په يوه غونډه کې د چين پر کورنيو چارو بې بنسټه نيوکې کړي او د (( متقابل امتياز او اجازه تړون )) په لاسليکولو سره يې د دفاعي چارو د همکارۍ کچه لوړه کړې ده.

په داسي حال کي چې د اسيا او ارام سمندر سيمې خلک د نوي کال د رارسېدو په درشل کې سولې او آرامۍ ته تمه لري خو دغه دوه هېوادونه  د سړې جګړې له مفکورې ډکې غونډې تر سره کړې او سيمه ييزه سوله او ثبات يې تر سيوري لاندې راوستلی دی. د درواغو د خپرولو، زور ښودلو او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لپاره د امريکا او د ده د ملګرو هېوادونو جاپان او استراليا ناوړې کړني دا حقیقت ثابتوي چې دوی په اسیا او ارام سمندر سیمه کې د ناآرامۍ اصلي ګواښونه دي.

لومړی د جاپان او اسټراليا ترمنځ د لاسليک شوي (( متقابل امتياز او اجازه تړون )) وګورئ. د دغه تړون له مخې د دواړو هېوادونو دفاعي ځواکونه د مقابل هېواد په خاورو کې ميشت کیدای شي او روزنې تر سره کولای شي. د نوموړو دوو هېوادونو دغه کړنه د خپل دفاعي قوت او نړيوالې اغېزې د لوړوالي په موخه ده او د امريکا د هڅوني نتيجه هم ده او د اسيا او ارام سمندر سيمې د پوځي اتحاديې د جوړولو لپاره د امريکا يو مهم قدم بلل کيږي. دا کار به سيمه ييز تاوتريخوالی زيات کړي او د سيمې د هېوادونو ترمنځ جنجالونه به را وپاروي.

د سينګاپور ليان هه ورځپاڼې د يوې تبصرې په خپرولو سره دې ته اشاره کړې، چې د جاپان او اسټراليا دغه کړنه د سيمه ييزې سولې لپاره ګټوره نه ده او د امريکا د حکم له مخې د FVEY ډلې ( Five Eyes Alliance یعنې د امريکا، بريتانيا، کاڼاډا، اسټراليا او نوی زيلاند ترمنځ استخابراتي ټولنه) لپاره خدمت دی. د امريکا، جاپان او اسټراليا له لاسوهنې مخکې د جنوبي سمندرګي وضعيت ارام او دواړه غاړې يې په دوستانه فضا کې وې، خو د نوموړو هېوادونو ناوړې کړنې د دغې سيمې د لانجو سبب شوی.

بيا د امريکا او جاپان د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو غوڼده وګورئ. دواړو هېوادونو د خپلمنځي اتحاد پر مهم ارزښت ټینګار کړی او اعلان يې کړی، چې د ” چين ګواښ“ د مخنيوي لپاره يې د دفاعي چارو نوی تړون لاسليک کړی. ټولو ته معلومه ده، چې دا یوازې د دوی د خپلو نظامي قوتونو د پياوړتيا يوه پلمه ده. د پام وړ خبر دا دی، چې د امريکا ولسمشر جو بايډن په دې وروستيو کې د ۲۰۲۲م مالي کال د دفاعي چارو د صلاحيت لايحه لاسليک کړې. د دغې لايحې له مخې، د همدې کال د امريکا دفاعي بودجه به ۷۶۸ ميليارډو او ۲۰۰ مليونو امريکايي ډالرو ته ورسيږي، چې دا رقم له دوهمې نړيوالې جګړې راهيسې تر ټولو زيات دی. د جاپان حکومت په دې وروستيو کې د ۲۰۲۲م مالي کال دفاعي بودجه تصويب کړې، چې لګښتونه به يې نوی ريکارډ جوړ کړي. د جاپان او امريکا ترمنځ اتحاد د سړې حګړې نتيجه ده او دواړه خواوې د پوځي لګښتونو د زياتولو په هڅه کې دي، نو د دغو دوو هېوادونو د کړنو پر وړاندې زموږ پوښتنه دا ده، چې دوی په اسيا او ارام سمندر سيمه کې څه غواړي؟

د امريکا، بريتانيا او اسټراليا ترمنځ د اټومي اوبتل د همکارۍ له امله د ذروي وسلو د خپرېدو او د وسلو د سيمه ييزې سيالۍ د سختېدو خطر لوړ شوی، د جاپان له خوا سمندر ته د  فوکوشما اټومي بريښناکوټ د ککړو اوبو د ويشتلو له امله سيمه ييز ايکولوژي او چاپيريال او د خلکو روغتيا زيانمنه شوې، د امريکا، جاپان او اسټراليا ترمنځ د پر له پسې ګډو پوځي تمرينونو له امله د سيمې د ناآرامۍ عوامل زيات شوی او داسې نور. دا څرګنده شوې، چې نوموړو دريو هېوادونو د سيمې سولې، ثبات او خونديتوب ته زيانونه رسولي.

د اسيا او ارام سمندر سيمې سوله او پرمختګ د دې سيمې د خلکو ګډه هيله ده. د سيمې د هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون يعنې رسيپ تړون (RCEP) له نافذېدو سره د اسيا او ارام سمندر سيمې د يووالي او همکارۍ جريان روان او نه درېدونکی دی. د امريکا، جاپان او اسټراليا دسيسې به خامخا ناکامې شي.