د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير او د اټومي مذاکراتو لومړي استازي محمد حسين باقري د جنورۍ پر ۸مه نېټه وويل، چې د ايران د اټومي مسئلې هراړخيز تړون په اړه د بېلابېلو خواوو ترمنځ توپيرونه مخ په کمېدو دي.
د ايراني رسنيو د خبر له مخې، د اټومي مسئلې د تړون اړوندو خواوو په همدې ورځ د اطريش هېواد په پلازمېنه ويانا کې څو ساعته خبرې اترې وکړې. له دې وروسته باقري رسنيو ته ويلي، چې مذاکرات د تړون د جوړولو پر لور روان دي.
د خبر له مخې، اړوندو خواوو د ايران له استازو سره له ليدنې وروسته هم د امريکا له استازو سره د نظريو تبادله وکړه.