د
چين د هوايي چلند ادارې، د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کميټې او د ترانسپورټ وزارت په
دې وروستيو کې (( د پرمختګ د ۱۴م پنځه کلن پلان لپاره د ملکي هوايي چارو د پرمختګ
نقشه )) خپره کړه چې له مخې به يې تر ۲۰۲۵م کال پورې د چين د مالونو د حمل و نقل
هوايي ډګرونو شمېر له ۲۷۰ څخه هم واوړي او د مالونو د حمل و نقل عمومي اندازه به يې
۱۷۵ ميليارډو ټنو ته ورسېږي.
په دغه پلان کې ليکل شوي، چې چين به د مالونو د حمل و نقل د هوايي کرښو کورنی او نړيوال سيستمونه او د هوايي محورونو سيستم هم جوړ کړي. (شکريه)