د عراق د نوي پارلمان لومړۍ غونډه د
جنورۍ د ۹مې نېټې په ماسپيښين تر سره شوه او محمد حلبوسي چې مخکې هم د پارلمان مشر
و، یو ځل بیا د نوي پارلمان د مشر په توګه وټاکل شو.
د عراق د پارلمان پخواني مشر محمود المشهداني، چې عمر يې ډېر زیات دی، د یادې غونډې مشري کوله، چې په ترڅ کې يې د ځينو ګوندي غړو ترمنځ خپلمنځي سخته مجادله پېل شوه او يو ناڅاپه د نوموړي روغتيايي حالت خراب او روغتون ته ولیږدول شو او غونډه وځنډول شوه. وروسته د پارلمان بل غړي د غونډې مشري وکړه او په پای کې محمد حلبوسي د رایو په اکثريت د پارلمان مشر وټاکل شو. (شکريه)