د ځمکې کره څنګه وساتو؟
CMG2022/01/10 10:19:51
شريکول:

د نړۍ په ډېرو ځايونو کې په تېر ۲۰۲۱م کال کې سېلابونه، توپانونه، اورلګېدنه، ډېره سړه، ګرمه او چټله هوا او نورې ډول ډول طبيعي پېښې د تاريخ تر بل وخت زیاتې رامنخته شوې دي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په ګردې نړۍ کې هوا په چټکۍ توديږي او د دې سازمان سرمنشي انټونيو ګوتريس ويلي، چې د شنو خونو ګازونو ځمکنۍ کره پر کړنګ درولې او طبیعت د تباکېدو پر لوري روان دی او میليارډونه خلک یې له خطرونو سره مخ کړي دي.

ايا د ځمکې کره اوس د ژوند لپاره مناسبه ده؟

د شنو خونو زياتره ګازونه د سکرو، نفتو او نورو فوسيل سون توکو د سوځېدو په بهير کې رامنځته کيږي. اوس نړیوال د ځمکنۍ کرې او چاپيريال ساتنې په موخه هڅې کوي، چې پر دغو سون توکو تکيه کمه کړي او د دې پر ځای له لمريزو وړانګو، اوبو، بادونو او داسې نورو پاکو انرژيو څخه زياته استفاده وکړي.

لمريزې وړانګې، بادي انرژي او نورې طبيعي انرژۍ د پاکې يا نوې انرژۍ په توګه ياديږي، دغه انرژۍ نه ختميدونکې دي، خو يوه لویه نيمګړتيا يې دا ده، چې بيه يې لوړه او په ثابته توګه له لېرې څخه نه انتقاليږي، نو ځکه دغه پاکه انرژي تراوسه په لويه پيمانه نه دي کارول شوې.

په چين کې د يادو ستونزو د لېرې کولو هڅې روانې دي

په چين کې په تېرو لسو کلونو کې د يادو انرژيو د کارولو لپاره د تخنيکونو د څېړلو په برخه کې زياته پانګونه شوې او اوس په دغه هېواد کې له باد او لمريزو وړانګو د برېښنا د توليد بيه په جلاجلا توګه ۳۰٪ او ۷۵٪ کمه شوې، چې د سکرو برېښنا د توليد له بيې سره برابره آن لږڅه کمی هم ترې ښيي.

چينايانو د برېښنا د ليږد لپاره يو اېچ وي(UHV) تخنيک جوړ کړی، چې په نړۍ کې د برېښنا د ليږد تر ټولو پرمختللی تخنيک ګڼل کيږي. له دغه تخنيک څخه په استفادې ياده پاکه برېښنا د پنځو زرو کيلومترو په واټن انتقاليږي او د لمريزو وړانګو او باد انرژۍ له لېرې پرتو صحرايي سيمو څخه ښارونو ته ليږدول کيږي.

چين پدې وروستيو کلونو کې د نويو انرژيو د کارولو په برخه کې ډېر پرمختګونه کړي دي. د ۲۰۲۱م کال تر اکتوبر پورې په دغه هېواد کې له اوبو، باد او لمريزو وړانګو د برېښنا توليدي اندازه په جلاجلا توګه ۳۸۵ ميليونه کيلو واټه، ۲۹۹ ميليونه کيلو واټه او ۲۸۲ ميليونه کيلو واټه ښودل شوې، چې په نړۍ کې تر ټولو زياته ده. د ۲۰۲۰م کال تر پايه پورې په دغه هېواد کې د نويو انرژيو د جنراتورانو ظرفيت ۹۳۴ ميليونه کيلو واټو ته رسېدلی، چې دا په یادې برخې کې د نړۍ يوه پر درېيمه جوړوي.

په چين کې په ۲۰۲۱م کال کې د برېښنايي موټرونو توليدي اندازه د پرله پسې شپږم کال لپاره په نړۍ کې تر ټولو زياته ده او دغه هيواد په نړۍ کې د برېښنايي موټرونو تر ټولو لوی توليدوونکی او مصرفوونکی هېواد ګرځېدلی دی.

د چين د نويو انرژيو تخنيکي پرمختګونو او لګښت کموالي په نورو هېوادونو، په تېره بيا پرمختيايي هېوادونو کې هم د دغو انرژيو د کارولو بهير چټک کړی دی او بل دا چې په بهرنیو هېوادونو کې د اوبو برېښناکوټونو ۷۰٪ پروژې د چيني تصديو لخوا جوړې شوې دي.

د امريکا، اروپا او جاپان په ګډون پرمختللو هېوادونو په تېرو ۲۰۰ کلونو کې د صنعتي کېدو په بهير کې د نړۍ د شنو خونو  ۷۰٪ ګازونه ايستلي دي. په امريکا کې د هر کس پر سر د ايستل شوو شنو خونو ګازو کلنۍ اندازه د چين په پرتله ۸ چنده زياته ده. د افسوس او فکر وړ خبره دا ده، چې يادو پرمختللو هېوادونو تراوسه پرمختيايی هېوادونو ته د شنو خونو ګازو د کمولو تخنيکونه نه دي ورکړي او نه يې هم پدې برخه کې ورسره مرسته کړې ده.

ځمکه ډېر فشارونه ګالي

د پرمختيايي هېوادونو نفوس د نړۍ په عمومي نفوس کې ۸۰٪ نيسي، که د پرمختيايي هېوادونو صنعتي پرمختګ په دوامداره توګه پر فوسيل سون توکو تکيه وکړي، له شکه پرته د ځمکنۍ کرې چاپيريال به نور هم زيانمن شي، نو په داسې حال کې د پرمختيايي هېوادونو د پرمختګ حق څنګه تضمينېدای شي؟

د دغې پوښتنې ځواب ښايي د چين له تجربو څخه پيدا شي. په دغه هېواد کې د نويو انرژيو پرمختګ دا ثابته کړې، چې نه يوازې پرمختللي هېوادونه، بلکې پرمختيايي هېوادونه هم توانيدای شي، چې د اقتصادي پرمختګ ترڅنګ طبيعي چاپيريال هم ښه وساتي او دغه لار به له بلې هرې پخوانۍ لارې سره يو شان نه وي، بلکې د انسانانو او طبيعت ترمنځ به پوره همغږي رامنځته کړي.