د بېجينګ د ونډو معاملو مرکز ښه روان دی
CMG2022/01/10 15:46:47
شريکول:

د بېجينګ د ونډو معاملو مرکز مشر شو مينګ په دې وروستيو کې په يوه فورم کې ويلي، چې د بېجينګ د ونډو معاملو مرکز له پرانيستلو راهيسې په ثابته توګه روان دی او په دغه بازار کې د اسهامو بيې په منځنۍ توګه ۹۸.۹ سلنه زياتوالی ښيي. 

بر سره پر دې، په نوموړي سهامي بازار کې د پانګې اچوونکو شمېر له ۴ ميليونو او ۷۵۰ زرو نه زيات شوی، چې دا رقم د لومړني وخت په پرتله ۲.۸ ځله زياتوالی ښيي.