د سريلانکا ولسمشر ګوټابهايا راجپاکسا د چين له بهرنيو چارو وزير وانګ يي سره وکتل
CMG2022/01/10 15:34:44
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سريلانکا ولسمشر ګوټابهايا راجپاکسا د جنورۍ په نهمه نېټه د دغه هېواد په پلازمينې کلومبو کې د چين له بهرنيو چارو وزير وانګ يي سره وکتل.

ګوټابهايا له نوموړي سره په کتنه کې له چين څخه مننه کړې، چې د کرنا وبا د وقايې او کنټرول په چارو کې يې له سريلانکا سره اغېزمنې مرستې کړي او چيني تصديو د دغه هېواد د اقتصادي سمسورتيا او د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ لپاره مهم خدمتونه کړي دي. کوټابهيا زياته کړې، چې سريلانکا غواړي له چين سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو ۶۰مې کليزې او د ربړ او وريجو تړون د لاسليکېدو د ۷۰مې کليزې په مناسبت د لمانځنې فعاليتونه په ښه توګه تر سره کړي او د اقتصاد، سوداګرۍ، پولي چارو، سيلانۍ او بنسټيزو تاسيساتو په برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

وانګ يي ويلي، چې چين او سريلانکا ۷۰ کاله مخکې د نويو جوړ شويو هېوادونو په توګه د ډېرو ستونزو او خنډونو په ليري کولو سره (( د ربړ او وريجو تړون )) لاسليک کړی او د خپلمنځي رسمي دوستۍ او تګ راتګ دروازه يې پرانيستلې. د خپلواک پرمختګ، يووالي او متقابلو مرستو په بڼه د نوموړي تړون روحيه تل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګوالي په جريان کې ښکاره شوې او لا هم مهم ارزښت لري، نو دغه روحيه بايد وساتل او خپره شي.

وانګ يي څرګنده کړې، چې چين به په پر له پسې توګه د سريلانکا د اړتياوو له مخې دغه هېواد ته د کورنا وبا ضد واکسين او محافظتي مواد برابر کړي او د کرونا وبا د اغېزمنو درملو په برخو کې به له دغه هېواد سره همکارۍ پياوړې کړي.

وانګ يي له يادې کتنې مخکې د سريلانکا له صدراعظم ماهيندا راجپکسا سره د دواړو هېوادونو د همکاريز تړون د لاسليک په مراسمو کې ګډون کړی و.