په امريکا کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۶۰ میلیونو څخه واوښت
CMG2022/01/10 10:03:30
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د جان هاپکینز پوهنتون د جنورۍ په ۹مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ، چې له مخې يې د ختيځې امريکا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۴ بجو او ۲۱ دقيقو پورې، په دې هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر۶۰ میليونو، ۶۲زرو او ۷۷ ته رسېدلی او د مړينې عمومي شمېر يې ۸۳۷ زره او ۵۰۴ ته رسېدلی دی. 

د امريکې دغه دواړه شمېرې په جلا جلا توګه په نړۍ کې د نورو هېوادونو او سيمو په نسبت زياتې دي. (هيله)