د قزاقستان وضعیت کنټرول شوی
CMG2022/01/10 10:16:26
شريکول:

د قزاقستان وضعیت کنټرول شوی

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د قزاقستان ولسمشرۍ ماڼۍ پر خپلې ويبپاڼې د جنورۍ په ۹مه نېټه د یو راپور په خپرولو سره ويلي، چې اوس په ټول هېواد کې امنیتي وضعیت نسبتاً ثابت او حالات کنټرول شوي،  اداري تاسيسات د حکومت تر کنټرول لاندې راوستل شوي او عامه تاسيسات او روغتیايي سيسټم عادي شوي دي. 

خبر وايي، چې اوس د قانون پلې کولو ارګانونه او ځواکونه د چارو په عادي کولو بوخت دي، د بېړني حالت مقررات جدي پلې کوي او ستراتيژيکي تجهيزات سوله ساتونکو ځواکونو ته انتقالوي. په عین وخت کې د ترهګرو د نیولو کارونه يې هم روان ساتلي دي. (هيله)