وانګ يي: چين د قزاقستان د راتلونکي په اړه له دغه هېواد څخه ټينګ ملاتړ کوي
CMG2022/01/10 15:45:19
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جنورۍ په لسمه نېټه د قزاقستان له مرستيال صدراعظم او بهرنيو چارو وزير مختار تليوبيردي سره تلېفوني خبرې وکړې. وانګ يي په خپلو خبرو کې ويلي، چې چين د قزاقستان د دايمي هراړخيزې ستراتيژيکې ملګري په توګه د دغه هېواد د راتلونکي په اړه په مهم وخت کې د ثبات د ساتلو او د زورزياتي د مخنيوي لپاره د دغه هېواد له کوښښونو څخه ټينګ ملاتړ کوي.

مختار تليوبيردي په تلېفوني خبرو کې ويلي، چې نن په قزاقستان کې ملي ماتم دی او په داسې وخت کې د چين د بهرنيو چارو وزير تلېفوني خبرې له قزاقستان څخه د چين ټينګ ملاتړ او د دواړو هېوادونو دوستي ښکاره کوي.

وانګ يي ويلي، چې د  چين حکومت او خلک د قزاقستان له حکومت او خلکو سره ټينګ ولاړ دي اوباور يې ښودلی، چې قزاقستان به د ولسمشر قسيم جومارت توکايف تر مشرۍ لاندې دوباره آرامي او ثبات خپل کړي او لا پياوړتيا او پرمختګ به تر لاسه کړي.

وانګ يي زياته کړې، چې چين هيله لري چې له قزاقستان سره د دواړو هېوادونو د قانون اجرا او امنيتي څانګو ترمنځ همکارۍ او د لاسوهنې ضد مبارزه پياوړې کړي، د هر ډول رنګيز انقلاب د مخنيوي لپاره ګډې هڅې او د هر بهرني ځواک له لاسوهنې سره ګډ مخالفت وکړي.

تليوبيردي د وانګ يي وړانديز سره پوره موافقه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې غواړي له چين سره همغږي او د امنيتي چارو همکارۍ پياوړې کړي او د ترهګرۍ،بيلتون غوښتونکو او افراطيت ضد مبارزې لپاره ګډې هڅې وکړي.