ايران: امريکا د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ درز اچوي
CMG2022/01/10 15:08:34
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان په تهران کې د افغانستان د بهرنيو چارو له سرپرست وزير امير خان متقي او افغان پلاوي سره کتلي دي. په دې ليدنه کې عبداللهيان په تېرو شلو کلونو کې افغانستان کې د امريکا او نورو لوېديځو هېوادونو د غلطو تګلارو غندنه کړې او ويلي يې دي، چې د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ درز اچول د امريکا له مرکزي‌ تګلارو څخه ده. هغه زياته کړې، چې ايران به افغانانو ته د بشري‌ مرستو برابرولو ته دوام ورکړي او په عين وخت کې به په دغه سيمه کې خپل اثر ته په کتو، د افغانانو مشکلات او ستونزې حل کړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي پر افغانانو د امريکا زور او ناوړه کړنې په ډاګه کړي او ويلي يې دي، چې که څه هم امريکا په ناکامۍ له افغانستان څخه وتلې، خو بيا هم ۸۰ سلنه افغانان د امريکا د اوسنيو تګلارو له امله په بې وزلۍ کې ژوند تېروي. هغه زياته کړې، چې د افغانستان نوی حکومت له هيڅ ګاونډي هېواد سره مخالفت او ستونزې نه لري.