د پاکستان مري کې د واورو د اورښت له امله ۲۲ تنه مړه شوي
CMG2022/01/10 15:16:39
شريکول:

ډېری سيلانيان د ژمي په بهیر کې د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته نژدې مري ته ځي او له منظرو خوندونه اخلي.

په مري کې د جنورۍ د اوومې نېټې په شپه سخته واوره شوې او ډېر خلک يې ځپلي او ۲۲ تنه یې وژلي دي. د دې هېواد حکومت، پوځ، پوليسو او عير حکومتي سازمانونو د سيلانيانو د ژغورلو لپاره د ژغورنې ډلې ليږلي دي.

د چين ميډيا ګروپ خبريال په دې وروستيو کې دغې منظره لرونکي سيمې ته ورغلی دی. نوموړی وايي، چې هلته د سختو واورو د اورښت له امله څو زره سيلانيان او څه باندې زر موټرونه اړ شوي، چې په ياده سيمه کې پاتې شي.

د پاکستان حکومت دغې منظره لرونکي سيمې ته ټولې غځېدلې لارې تړلې دي او يوازې د ژغورونکو ډلو موټرونو ته د تګ اجازه ورکوي. د پاکستان د سرې مياشتې ټولنې ژغورونکي ممتاز احمد عباسي زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل،مونږ له اسلام اباد څخه په همدې ورځ يادې سيمې ته لاړو او دوه بجې ورسيدو او تر اوسه پورې مو له ۱۸ څخه تر شلو تنو پورې سيلانيان ژغورلي او د دوو سيلانیانو جسدونه مو پيدا کړي دي. دلته بېړني حالات دي او خلک سخت انديښمن دي. سيلانيانو ته مو درمل، اوبه او خواړه هم برابر کړي دي.

ځيني سيلانيان چې يخ وهلي وو، عباسي روغتون ته ليږدول شوي او اوس تر درملنې لاندې دي. د دغه روغتون ډاکتر عبدالواحد وايي، چې د سيلانيانو حالت ښه دی. هغه وويل، دلته د جنورۍ د اوومې نيټې له شپې څخه واوره اوري او ډېر ناروغان او سيلانيان يې زيانمن کړي دي.ځيني سيلانيان يخ وهلي او له دېرشو څخه تر پنځوسو کسانو پورې زمونږ روغتون ته ليږدول شوي دي. هغوی ته مو اکسيجن ورکړ او نوره درملنه مو يې وکړه او ځيني يې اوس عادي حالت ته را ستانه شوي دي.

 د سختو واورو تر اورښت وروسته د پاکستان حکومت او پوځ د ځپل شويو سيلانیانو لپاره د ژغورنې ډلې ليږلي او هغوی ته يې لنډمهاله کمپونه، خواړه او د يخنې د مخنيوي توکي برابر کړي دي. د دې ترڅنګ يادې ډلې سړکونه هم پاکوي او له هغو سيلانيانو سره مرستې کوي، چې موټرونه يې د سختو واورو د اورښت له امله بند پاتې  دي.

شاهد قيوم د لاهور اوسيدونکی دی، هغه مري ته تللی و، نوموړي زمونږ خبريال ته وويل، چې موټر يې د سختو واورو د اورښت له امله بند پاتې و، خو پوځ ورسره بېړنۍ مرسته کړې ده. هغه وويل، مونږ د جنورۍ د اوومې نيټې په شپه په موټر کې مري ته لاړو او د همدې ورځې په شپه کېمپ ته ورسيدو. زما نورو ملګرو په موټر کې شپه تېره کړه او د اتمې نيټې په سهار دوی هم په پښو کمپ ته راغلل. پوځ را سره ډېرې مرستې وکړې او مونږ ته يې خواړه او د استوګنې ځای برابر کړی او له واورو څخه يې زمونږ موټر ايستلی دی.

د مري د پوليسو ادارې ویلي، چې په دې سيمه کې تر يو اعشاريه دوه متره زياته واوره اورېدلې، چې دلته د واورې دغه اندازه بې ساري ده. ځکه ګڼ شمېر سيلانيان دغې سيمې ته تللي او شمېر يې د هوټل د اوسېدو له اندازې څخه زیات  دی، نو ډېر يې اړ شوي، چې په موټرونو کې شپه تېره کړي. له دې کبله ځيني سيلانيان د يخ او د کاربن مونو اکسايد د مسموميت له امله مړه شوي دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان اړوندې څانګې ته امر کړی، چې د دې پېښې پلټنه وکړي او له ځايي حکومت څخه يې غوښتنه کړې، چې د داسې پېښو د مخنيوي لپاره قوي او اغيزمن تدبيرونه ونيسي.