افريقا کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۰ ميليونو څخه واوښت
CMG2022/01/10 15:23:16
شريکول:

زياتو افريقايي هېوادونو کې په دې وروستيو ورځو کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ډېر زيات شوی دی. کارپوهان يې لامل د کرونا نوې بڼه اوميکرون يادوي، او وايي چې دغه ويروس په دې وروستيو کې يادو هېوادونو کې ډېر خپور شوی دی. د افريقا د ساري ناروغيو د کنټرول او وقايې مرکز د جنورۍ په ۹مه نېټه معلومات ورکړي، چې په افريقا کې پر کرونا وبا د اخته کسانو عمومي‌ شمېر ۱۰ ميليونو، ۲۸ زرو او ۵۰۸ ته رسېدلی او له يادې وبا څخه ۲ ميليونه، ۳۱ زره او ۱۵۷ تنه مړه او ۸ ميليونه، ۹۱۶ زره او ۴۶۹ کسان ترې روغ شوي دي.   

د جنوبي‌ افريقا د طبي ټولنې مشرې ويلي، که څه هم پر اوميکرون د اخته کسانو نښې نرمې دي، خو د دې ويروس د خپرېدو سرعت ډېر چټک دی. له دې امله په افريقا کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر هم په چټک ډول زيات شوی دی.

جنوبي افريقا، مراکش، تونس، اتو پيا او ليبيا پنځه افريقايي هېوادونه دي، چې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر پکې ډېر زيات دی.