د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکې د نیویارک ښار په یوې ودانۍ کې د جنورۍ په ۹مه نېټه اور لګېدنه رامنځته شوه چې له امله يې د ۹ ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي دي. دغه پېښه د نیویارک د بروکس ناحیې په یوې ۱۹ پوړیزې ودانۍ کې رامنځته شوه. د نیویارک ښاروال اريک ادامز خبري رسنيو ته ویلي، چې په دغه اور لګېدنه کې ۱۹ تنه مړه او ۶۳ تنه نور ټپيان شوي دي او د ځينو ټپيانو حالات دې ډېر نازک ښودلی دی. تر اوسه مالومه نه ده چې ياده پېښه څنګه رامنځته شوې ده. (هيله)