ويليام بران په دې اند دی، چې شي جين پينګ يو رښتينی مشر دی
CRI2022/01/10 10:42:55
شريکول:

پروفېسور ويليام بران په خټه امريکايی او د چين د فو جيان ولايت د شيامن پوهنتون استاد دی.

د فو جيان سيمه ييز حکومت شل کاله مخکې نوموړي ته افتخاري تابعيت ورکړی دی. د چين د دولت رئيس هغه مهال د فو جيان  والي و.

 شي جين پينګ د ويليام بران ستاينه کړې او ويلي يې دي، چې هغه د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون شاهد پاتې شوی او په شوق سره يې د فو جيان او شيامن لپاره خدمتونه کړي دي.

د ويليام بران په اند، شي جين پينګ شل ــ دېرش کاله مخکې د بېوزلۍ د له منځه وړلو پلان او د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد په اړه ژور فکرونه درلودل او همدغه ۲ ستراتيژۍ د چين په پرمختګ کې کليدي رول لوبوي.

ويليام بران له تېرو دېرشو کلونو راهيسې د چين ستر پرمختګونه او بدلونونه کتلي او په دې اند دی، چې شي جين پينګ يو رښتينی مشر دی.