ايا امريکايي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو پرمهال کوچنی ماشوم ژغورلی و؟
CMG2022/01/11 16:55:12
شريکول:

امريکايي ځواکونه د تېر کال د اګست په مياشت کې له افغانستان څخه په ډېرې بېړې ووتل، چې له امله يې د کابل په هوايي ډګر کې څو ورځې مسلسله ګډوډي روانه وه.

د افغانستان يوې جوړې له خپل وطن څخه د وتلو په وخت کې ډېره سخته انديښنه درلوده، چې خپل دوه مياشتنی ماشوم يې د خلکو په ټېل ماټېل کې تر پښو لاندې نه شي، نو له وېرې يې خپل ماشوم له پنجرې بلې خوا ولاړ امريکايي سرتيري ته ورکړی و.

د امريکا د سمندري ځواکونو د ځمکنۍ قطعې وياند جيم سټينګير د همدې مياشتې په ۲۰ مه نېټه د يوې اعلاميې او عکس په خپرولو سره وويل، چې د دوی يوه سرتيري ياد ماشوم له ځان سره ساتلی و او وروسته يې د ماشوم مور او پلار ته وسپاره. هغه حتی دا څرګندونې هم کړې وې، چې له دغې بيلګې څخه څرګنديږي، چې د امريکا د سمندري ځواکونو ځمکنۍ قطعې سرتيري مسلکي روحيې لري او په بيړني حالت کې يې چټک غبرګون ښودلی دی او دغه عکس او خبر وروسته د امريکا په ټولنيزو رسنيو کې هم په پراخه کچه خپور شو.

د امريکا د سمندري ځواکونو ځمکنۍ قطعې په ټولنيزو رسنيو کې په دې اړه يو لړ عکسونه خپاره کړي او ويلي يې دي، چې امريکايي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو په وخت کې نرم او ښه احساسات درلودل او د افغان ماشوم ښه پالنه يې کړې ده. دغه خبر د امريکا په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېر خپرېده او ښه غبرګون يې درلود او ډېرو کسانو ورته کمینټونه کول، چې دغه شيبه زړه پاروونکې وه او له امريکايي ځواکونو څخه مننه کوو، چې نړۍ ساتي.

خو له ياد خبر له خپرېدو وروسته دغه ماشوم ورک شو او زيات شمېر کسان په دې نظر وو، چې دغه ماشوم د امريکايي ځواکونو په قول اوس په امريکا کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.

له څو مياشتني ځنډ وروسته دغه خبر د ډرامې په شان بدل شو. تازه خبر وايي، چې دغه ماشوم د امريکايي ځواکونو لخوا وړل شوی نه دی، بلکې د کابل په هوايي ډګر کې پريښودل شوی دی.له نيکمرغه په کابل کې يوه موټروان د دغه ماشوم پالنه کړې ده.

دغه ماشوم سهيل احمدي نوميږي او د ده پلار علي احمدي مخکې په افغانستان کې د امريکا سفارت کې دنده ترسره کوله. علي احمدي او د ده د کورنۍ غړو د تېر کال د اګست په نولسمه نېټه له افغانستان څخه د وتلو په وخت کې خپل ماشوم يو امريکايي سرتيري ته ورکړی و. هغه فکر کاوه، چې امريکايي سرتیری به دغه ماشوم د هوايي ډګر دروازې ته یوسي، خو دغه ماشوم وروسته ورک شو. څو میاشتې يې هلې ځلې وکړې، چې ياد ماشوم پيدا کړي او پر ټولنيزو رسنيو يې عکسونه خپاره کړل. دغه ماشوم موټرچلوونکي حميد صافي لاس ته ورغلی او خپل کور ته يې وړی و او ښه پالنه يې کړې ده. کله چې په ټولنيزو رسنيو کې د دغه ماشوم د ورکېدو خبر خپور شو، نو د حميد يوه ګاونډي دغه ماشوم پيژندلی و.

په حقيقت کې امريکايي ځواکونه ډېر ځلې د ماشومانو او زاړو کسانو په شمول له کمزورو او ضعیفو کسانو سره د مرستې په نوم ریاکارانه دوستي ښکاره کوي.د امريکا د سمندري ځواکونو د ځمکنۍ قطعې په خپرو شويو عکسونو کې ښکاري، چې امريکايي ځواکونو له کابل څخه د وتلو په درشل کې لا هم له افغان ماشومانو سره مرسته  کوله او هر څه يې منظم ترسره کړي دي. خو په حقيقت کې د کابل له هوايي ډګر څخه د امريکايي ځواکونو د بيړنۍ وتنې په درشل کې ډېره ګډوډي روانه وه.

د افغانستان خبري رسنيو ويلي، چې په دغو ورځو کې په زرګونو خلک د کابل هوايي ډګر ته تللي وو او غوښتل يې چې الوتکو ته پورته شي او له افغانستان څخه ووځي. د امريکا پر C-17  الوتکې د پاسه ډېر افغانان په همدې اميد ناست و، خو د الوتکې پيلوټ ورته پاملرنه ونه کړه او الوتکه يې په هوا کړه، چې له امله يې څو کسان ترې ولوېدل او مړه شول.

هغه ماشوم چې يادې افغان کورنۍ امريکايي سرتيري ته ورکړی و، د امريکايي ځواکونو د نمايش يوه وسيله وګرځيد، خو وروسته يې شا ور وګرځوله. امريکايي ځواکونه له يو کوچني ماشوم هم د ځان په ګټه کار اخلي او د بشر دوستۍ ډرامه جوړوي، دوی باید دغسې کړنو ته د پای ټکی کيږدي.