سي اېن اېن خبر ورکړی، چې د امريکا تقريباً يو پر څلورمه برخه روغتونونه د کارکوونکو له سخت کمښت سره مخ دي او اوميکرون ويروس هم دغه هېواد طبي سيستم ته لوی ګواښ پېښ کړی دی. يوه سروې ښيي، چې د امريکا په ۵ زرو روغتونونو کې ۱۲ سوه د کارکوونکو له کمښت سره مخ دي او د ۱۰۰ نورو روغتونونو مسئولينو ويلي، چې په راتلونکې يوې اوونۍ دننه به دوی هم د کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.