د رښتيني شينجيانګ په اړه په چا باور لرئ؟
CMG2022/01/11 09:55:40
شريکول:

د امريکا د برېښنايي موټرو د توليد مشهورې تصدۍ ټیسلا د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر په ۳۱مه نېټه خبر ورکړی، چې په شينجيانګ کې يې خپله لومړۍ څانګه يعنې د اوروموچي مرکز پرانيستلی دی.

د ټيسلا يوه کارکوونکي ويلي، ډېر زیات خلک غواړي، چې شینجيانګ ته په موټرونو کې سفر وکړي، نو هلته د موټرونو د پېر او پلور او خدمت اړتياوې موجودې دي او د برېښنايي چارج شبکه هم پکې پياوړې ده، نو ځکه ټیسلا پرېکړه وکړه، چې په ارومچي کې خپل برانچ پرانيزي.

د ټيسلا دغه کړنه د ځينو امريکايي سياستوالو له توندو نيوکو سره مخ شوې ده. د امريکا د فيډرالي جرګې غړي لوبيو پر خپلې ټوېټرپاڼې خپله غوسه ښکاره کړې ده. د سپينې ماڼۍ وياندې جين ساکي ټيسلا ته خبرداری ورکړی، چې د قانون او اعتبار له سختو خطرونو سره به مخ شي او ښايي زيات مشتريان له لاسه ورکړي.

د نوموړو کسانو يادې څرګندونې له دې سره تړاو لري، چې امريکا په دې وروستيو کې تش په نوم (( د اويغوريانو د جبري کارونو د مخنيوي لايحه )) د قانون په توګه لاسليک کړې ده. ځيني امريکايي سياستوال غواړي، د دغې لايحې له لارې د امريکايي تصديو او د چين د شينجيانګ ترمنځ د سوداګرۍ او تګ راتګ مخه ونيسي. د ټيسلا ياد اقدام د دغو امريکايي سياستوالو پر مخ د کلکې څپېړې مانا ورکوي.

ټيسلا يوه امريکايي تصدي ده، خو د چين له بازار سره نژدې اړيکې لري. دغه تصدي د چين په ۶۰ ښارونو کې تر ۲۰۰ زيات پلورنځي لري، د ۲۰۲۰م کال په پای کې يې له شي ان ښار څخه تر اوروموچي پورې د برېښنايي چارج کرښه بشپړه کړې او په ۲۰۲۱م کال کې يې د شينجيانګ په هورګوس کې لوی چارج سټېشن پرانيستلی دی.

رښتينی شينجيانګ څه ډول دی؟

د ټيسلا کړنو کې د يادې پوښتنې ځوابونه موندلی شو.

زياتو هغو بهرنيانو، چې له شينجيانګ څخه يې ليدنې کړي، د خپلو واقعي تجربو له مخې يې يادې پوښتنې ته ځوابونه ورکړي دي. اسرائيلي ځوان راز ګالور (Raz Galor) هم يو له دوی څخه دی.

راز ګالور پر ټولنيزو رسنيو شهرت لري او چينلونو يې تر ۳۰ ميليونو زيات فالورز لري. نوموړی په ۲۰۲۱م کال کې شينجيانګ ته تللی و او هلته د پنبې يو بزګر سره اشنا شوی دی. دغه بزګر پر خپلې لسګونه هکتاره ځمکې د اټوماټيکو ماشينونو په مټ د پنبې کښت کوي او کلني عايدات يې ۷-۸ لکو يوانو پورې وي.

راز ګالور د چين له ۱۵ زياتو ښارونو ته سفرونه کړي او د چين ټولنيز وضعيت او دودونو په اړه يې ډېر معلومات خپل کړي دي. نوموړی په دې نظر دی، چې په شينجيانګ کې د ژوند په اړه د ځايي اوسېدونکو خبرې د بهرنيانو د نظرونو او ويناوو په پرتله ډېرې د اعتبار وړ دي.

د نوموړي په شان د ټولنيزو رسنيو فعالان ډېر دي، چې پکې کاناډايان، اسټراليايان او هم شامل دي.دغو کسانو په چيني او بهرنيو شبکو کې له چين څخه د خپلو ليدنو ويډيوګانې خپرې کړې دي. يوه کاناډايي انټرنيټ کاروونکي په کمېنټ کې ليکلي، چې (( زه يو کاناډايي يم او له چين څخه مې ليدنه کړې ده. هغه څه چې ما په چين کې ولیدل، د لویدیځ رسنیو له راپورونو او تبليغاتو سره بيخي توپیر لري.))

په ۲۰۲۰م کال کې ۱۵۸ ميليونو سيلانيانو له شينجيانګ څخه ليدنې کړي او د شيجيانګ پرمختګ يې له نږدې کتلی او په خپلو کېمرو يې ثبت کړی دی.

هغو امريکايي سياستوالو، چې زياترو يې شينجيانګ ته سفرونه نه دي کړي، بې بنسټه درواغ يې جوړ کړي دي. ايا د دوی خبرې د اعتماد وړ دي؟