ایران په اټومي مذاکراتو کې لنډمهالی تړون رد کړ
CMG2022/01/11 11:02:05
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعيد خطيب زاده د جنورۍ په ۱۰مه نېټه وويل، ايران په اټومي مذاکراتو کې د لنډمهالي تړون لاسليک رد کړی، او دغه شان تړون يې د ايران له غوښتنو سره سم نه دی بللی. 

نوموړي په همدې ورځ په یوه خبري ناسته کې ويلي، چې اړوندې خواوې بايد د دې لپاره کوښښونه وکړي، چې د ايران په اټومي تړون کې د امريکا د بیا ګډون تضمین او څارنه ترسره او پر ايران لګيدلي بنديزونه لغوه شي. خو دا چارې د لنډمهالي تړون له لارې نه شي عملي کېدای. نوموړي زیاته کړې، چې تهران په اټومي مذاکراتو کې داسې مسئلې نه مني، چې د ايران اټومي تړون له چوکاټ څخه وتلې وي. (هيله)