وانګ يي له سیرګې لاوروف سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2022/01/11 10:52:12
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جنورۍ په ۱۰مه نېټه له خپل روسي سيال سيرګي لاوروف سره ټليفوني خبرې وکړې. 

وانګ يي په خپلو خبرو کې ويلي، چې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين به د بېجينګ د اولمپيک ژمنیو لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون وکړي، او رئيس شي جین پينګ سره به هم وويني. دا به نه یوازې له دوو کلونو راهيسې، د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ لومړۍ کتنه وي، بلکې د روان کال په لومړيو کې په نړیوالو اړیکو کې یو مهم کار هم دی. چین غواړي له روسيې سره همکارۍ پياوړې کړي، او هڅې به وکړي چې د دواړو هېوادونو مشران  د اولمپيک ژمنيو لوبو او پسرلني اختر په مودې کې په برياليتوب سره ملاقات وکړي. 

وزیر سيرګې لاوروف د وانګ يي له نظر سره موافقه ښولې او ويلي يې دي، چې روسيه به له چین سره نږدې تماس ونيسي او په ګډه به تشکيلاتي کارونه ترسره کړي. نوموړي باور څرګند کړ، چې چین ته د ولسمشر پوتین سفر او د بېجینګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به هرومرو بریالې شي. 

دواړو خواوو د قزاقستان وضعیت په اړه هم د نظریو تبادلې کړې دي. (هيله)