وانګ يي: چين له پرمختيايي هېوادونو او منځنيو او کوچنيو هېوادونو سره ولاړ دی
CMG2022/01/11 17:00:35
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جنورۍ په يوولسمه نېته د جيان سو ولايت په وو شي ښار کې د بحرين له بهرنيو چارو وزير عبدالله تيف الزاياني سره په کتنې کې وويل، چې چين له بادارۍ سره ټينګ مخالفت کوي او پر څواړخيزم او د ملګرو ملتونو منشور د موخو او اصولو پر ساتلو ټينګار کوي. چين به له پرمختيايي هېوادونو او منځنيو او کوچنيو هېوادونو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او د نړيوال عدالت او انصاف د ساتلو لپاره به ګډې هڅې وکړي.

وانګ يي وويل، چې چين غواړي د بحرين دايمي او باوري ملګري پاتې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته پرمختګ ورکړي.

وانګ يي زياته کړه، چې چين به د بحرين د اړتياوو له مخې دغه هېواد ته د کرونا ضد واکسين برابر کړي. چين د ۲۰۳۰م کال د اقتصادي پرمختګ د موخې لپاره د بحرين له ابادۍ څخه ملاتړ کوي او هيله لري، چې د 5G مخابراتو، الکترونيکې سوداګرۍ، ډيجټلي اقتصاد او معلوماتو په برخو کې له بحريان سره همکارۍ پياوړې کړي. چين به چيني تصدۍ وهڅوي، چې په بحرين کې پانګونې وکړي.

عبدالله تيف الزاياني له وانګ يي سره په کتنې کې وويل، چې بحرين د نه لاسوهنې، متقابل درناوي او ښه ګاونډيتوب په شمول د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو سره ډېره موافقه لري او د يووالي او ثبات د ساتلو په برخه کې د چين له کوښښونو څخه ملاتړ کوي. نوموړي زياته کړه، چې بحرين د بېجينګ له اولمپيک لوبو څخه ملاتړ او د سپورټ له سياسي کېدو سره ټينګ مخالفت کوي.