د چین صدراعظم لي که چيانګ د دولتي شورا د دايمي چارو د غونډې مشري وکړه
CMG2022/01/11 11:09:16
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د جنورۍ په لسمه نېټه د دې هېواد د دولتي شورا د دايمي چارو د غونډې مشري وکړه او پکې يې د چين د ۱۴م پنځه کلن پلان د کړنلارې او نورو ځانګړو پلانونو له مخې د ټاکل شويو سترو پروژو د چټکتيا اړوند کارونه ترتيب کړل او په پام کې لري، چې په  دې برخه کې زياته پانګونه وکړي.

 د چين حکومت په دې غونډه کې پرېکړه کړې، چې د درملو او قيمتي طبي تجهيزاتو د اخيستلو لپاره به ښه سيستم جوړ کړي، تر څو د ناروغانو اقتصادي بار کم شي.(غاټول)