شي جين پینګ د بیلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره تليفوني خبرې وکړې
CMG2022/01/11 11:02:33
شريکول:

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په لسمه نېټه د بيلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره تليفوني خبرې وکړې.

رئيس شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې اوسمهال نړيوال او سيمه يیز حالات پېچلي او سخت دي. چين او بيلاروس د م.م تر څو اړخيز چوکاټ لاندې يو له بل سره اغيزمنې همکارۍ  او د متقابلو کليدي ګټو د ساتلو په پار يو له بل څخه ټينګ ملاتړ کوي او له دې څخه د دواړو هېوادونو د همکاريو ستراتيژيک ارزښت ښکاري.

رئيس شي جين پينګ زياته کړې، چې دواړه خواوې بايد په نويو حالاتو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې او څواړخيزتوب پلی کړي، تر څو د م.م په مرکزيت نړيوال سيستم او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ نړيوال نظام او عدالت وساتل شي.

چين له بيلاروس ملاتړ کوي، چې د خپل هېواد له مشخصاتو سره سم په خپل پرمختيايي لوري روان شي او په کورنيو چارو کې يې د بهرنيو ځواکونو له لاسوهنې سره ټينګ مخالفت کوي.

سربېره پردې دواړه خواوې بايد د انسانانو ګډ ارزښتونه وهڅوي، تر څو نړيوال پرمختيايي وړانديز او د م.م د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا پلی شي.

د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو په خپلو خبرو کې ويلي، چې بيلاروس غواړي، چې په پېچلو نړيوالو حالاتو کې له چين سره نژدې تماس او همغږي وساتي.

(غاټول)