چين به د قزاقستان د برخليک په کليدي وخت کې له دغه هېواد ټينګ ملاتړ وکړي
CMG2022/01/11 11:05:37
شريکول:

 د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو جارو وزير وانګ يي د جنورۍ په لسمه نېټه د قزاقستان د صدراعظم له مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير مختار تليوبيردي سره ټليفوني خبرې وکړې.

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې په دې اړه وويل، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په يادو تليفوني خبرو کې ويلي، چې چين د قزاقستان د دايمي او هر اړخيز ستراتيژيک همکار دی او غواړي د قزاقستان د برخليک په تړاو اوسني کليدي وخت کې د ثبات ساتلو او د زورزیاتي پېښو د مخنيوي لپاره له دغه هېواد څخه ټينګ ملاتړ وکړي.

د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير مختار تليوبيردي ويلي، چې قزاقستان د چين له وړانديز سره موافق دی او غواړي نژدې تماس ورسره وساتي، په امنيتي چارو کې خپلمنځي همکارۍ ورسره پياوړې کړي او د تندلارۍ، بېلتون غوښتونکو او ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه وکړي.(غاټول)