د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړیوال سازمان د جنورۍ په ۱۰مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۵ بجو او ۳۱ دقيقو پورې په ګردې نړۍ کې د کرونا وبا ۱ میلیون، ۷۳۶ زره او ۲۳۳ نوې پېښې ثبت شوي او په دې سره يې عمومي شمېر ۳۰۵ میلیونو، ۹۱۴ زرو او ۶۰۱ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دغه ويروس له امله ۴۰۲۹ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۵ میلیونو، ۴۸۶ زرو او ۳۰۴ ته رسېدلی دی. (هيله)