چین: امريکا بايد افغانانو ته نور زیات زیانونه و نه رسوي
CMG2022/01/11 11:15:42
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د جنورۍ په ۱۰مه نېټه په یوه خبري ناسته کې په اشارې ويلي، چې امريکا د افغانستان د اوسني بحران د جوړونکي په توګه بايد خپله پړه پر غاړه واخلي او پر دغه هېواد دې یواړخيز بنديزونه نه لګوي. 

د افغانستان د لنډمهالي حکومت سرپرست مرستیال صدراعظم ملا عبدالغني برادر د روانې میاشتې په ۷مه نېټه ويلي، چې په دې وروستیو ورځو کې د بارانونو او واورو له امله د افغانانو پر وړاندې ډېرې ستونزې راپورته شوي او خلک کافي ګرمې جامې او خواړه نه لري. هغه له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې له سياسي تعصب پرته افغانانو ته د بشردوستۍ مرستې برابرې کړي. نوموړي پر دې هم ټينګار وکړ، چې پر افغانستان بنديزونه ډېر ظالمانه دي، د امريکې د اقتصادي بنديزونو له امله، افغانستان له سختو ننګونو سره مخ دی.

وانګ ون بين په دې اړه وويل، که څه هم د امريکا ځواکونه له افغانستان څخه وتلي، خو په دغه هېواد کې د امريکايي سرتيریو تر شل کلن پوځي حضور وروسته منفي اغېزې لا هم پاتې دي او مخ په سختېدو دي. چین له امريکا غواړي، چې خپله تېروتنه دې وپېژني او خپله نړیواله پړه دې پر غاړه واخلي، په نږدې وخت کې دې د افغانستان ګنګل شوې پيسې ازادې او پر دغه هېواد یواړخيز بنديزونه دې ليرې کړي. امريکا باید د افغانانو د غمونو د کمولو لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي او افغانانو ته دې نور زيات زیانونه نه رسوي. (هيله)