د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۱۲مه نېټه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين د قزاقستان له هغو تدبيرونو څخه ټينګ ملاتړ کوي، چې له مخې يې غواړي، خپل کورنی وضعیت ارام کړي او د دغه هېواد د ثابت او سالم پرمختګ لپاره به اوږدمهالې اړينې مرستې برابرې کړي.
نوموړي وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څه موده مخکې د قزاقستان ولسمشر جومارت توکايف ته پيغام لېږلی. نوموړي د قزاقستان له حکومت څخه ډاګين ملاتړ کړی او ويلي يې دي، چې چين به تر خپلې وسې پورې له قزاقستان سره مرسته وکړي. د دې ترڅنګ، چين د شانګهای همکارۍ سازمان له غړيو هېوادونو سره د قزاقستان د کړکيچن وضعيت په لومړي وخت کې اعلاميه خپره کړه او د دغه هېواد د کورني وضعيت د بيا ارامېدو په موخه يې د ولسمشر له تدبيرونو څخه ملاتړ وکړ.