د چين د بهرنيو چارو وزيز وانګ يي د جنورۍ په ۱۱مه نېټه د جيانګ سو ولايت په وو شي ښار کې د خليج همکارۍ شورا له سرمنشي نايف افلاح مبارک الخجرف سره وکتل او دواړو خواوو (( د چین د بهرنيو چارو وزارت او د خليج همکارۍ شورا سکرتريت ګډه اعلاميه )) لاسليک کړه.
دواړو خواوو د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ په اړه رضايت ښودلی او ويلي يې دي، چې د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريو ټينګښت د خپلمنځي اصلي او اوږدمهالو ګټو سره سمون لري. دوی هيله ښودلې، چې خپلمنځي اړیکې به پياوړې او یو له بل څخه به ملاتړ وکړي او ګډې ګټې به خوندي کړي.