شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند له غړو وغوښتل چې د ګوند له تېرو سل کلنو تجربو ښه ګټه واخلي
CMG2022/01/12 10:26:19
شريکول:

د چين د بېلابېلو ولايتونو د کمونېست ګوند د غړو روزنيز کورس د جنورۍ د ۱۱ مې نېټې په سهار د چين د حکومتوالۍ ملي اکاډمۍ کې پيل شو.  د چين د دولت رئيس او د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغه کورس په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. نوموړي په خپله وينا کې د دې کورس له زده کوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې د دغه ګوند له تېرو سل کلنو تجربو ښه ګټه او د ګوند غوره روحيه دې په ميراث واخلي، په تاریخ دې باور ټينګ کړي او په يووالي او زړه ورتوب سره د دغه ګوند د دوهمې سل کلنې موخې د پوره کولو لپاره دې نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.