د اوکراين ولسمشرۍ ماڼۍ پر خپل ويبپاڼې خبر ورکړی چې د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکي د جنورۍ په ۱۱مه نېټه په کيف کې د جرمني د بهرنيو او امنيتي تګلارو د مشاور جينز پلوټنير او د فرانسې د ډيپلوماتيکو تګلارو له مشاور يمانويل بوني سره ملاقات وکړ. دريواړو خواوو د اوکراين او روسيې تر منځ د سرحدي سيمو د حالاتو او د نومانډي شکل د بيا پيل په اړه د څلورو هېوادونو د سرمشريزې په هکله د نظريو تبادله کړې ده.
زيلينسکي په ياد ملاقات کې د ۲۰۱۹م کال د نورمانډي شکل د پاريس په سرمشريزې کې د اړوندو پريکړو د عملي کولو لپاره له جرمني او فرانسې څخه مننه څرګنده کړې ده. هغه پر دې ټيڼګار کړی، چې دا اړينه ده، چې ټولې خواوې د نښتو د ختمولو لپاره واقعي تدبيرونه وښيي او يوې موافقې ته ورسيږي. اوکراين د نورمانډي شکل په راتلونکې سرمشريزې کې د اړينې پريکړې تياريانې نيولې دي.