د ايران د اولمپيک کمېټې رئيس: باور لرم، چې په چين کې به د اولمپيک ژمنۍ لوبې په برياليتوب ترسره شي
CMG2022/01/12 10:27:12
شريکول:

د ايران د اولمپيک کمېټې رئیس صالح اميري د جنورۍ په يوولسمه نېټه په خپلو خبرو کې ويلي، چې په چين کې نړیوالې لوبې هميشه ډېرې ښې ترسره کيږي او تشکلاتي چارې يې هم تل منظمې او اغېزمنې وي او د ايران سپورټي ټولنه هم پدې باور ده، چې په چين کې به د اولمپيک روانې ژمنۍ لوبې په برياليتوب ترسره شي.

نوموړي دغه خبرې په همدې ورځ په ايران کې د چين له سفير چانګ هوا سره تر کتنې وروسته رسنيو ته کړې دي. هغه زیاته کړې، چې ايران د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په سيالیو کې د ګډون درې ځايونه ترلاسه کړي او هغه به د دغه هېواد د سپورټ او ځوانانو چارو له وزير سره د دغو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.