د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۱۱مه نېټه مطبوعاتيغونډه کې وويل، چې د امريکا هغه خبر بې اساسه دی، چې د شينجيانګ اوسېدونکي د نسل ختمولو له ګواښ او بشري ضد کړنو چلند سره مخ دي. نوموړي وويل، چې د امريکا د تورونو لګولو موخه دا ده، چې د پرمختګ مخه يې ونيسي، خو پر داسې کړنو به امريکا مخ ته لاړه نه شي او خامخا به يې دغه شومې موخې رسوا کېږي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن څو ورځې مخکې يو ځل بيا د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر چين بې اساسه تورونه لګولي دي.