کارپوهان: د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به د مختلفو هېوادونو د کولتورونو او تمدنونو ترمنځ تګ راتګ او يووالی پياوړی کړي
CMG2022/01/12 15:29:51
شريکول:

 د مختلفو تمدنونو د تګ راتګ او تبادلې غونډه د جنورۍ په لسمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه، چې پکې د مختلفو هېوادونو کابو ۲۶۰ شخصيتونو په انلاين او افلاين ډول ګډون کړی و. د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې، چې ژر به پېل شي، په دغه غونډه کې د بېلا بېلو خواوو د پاملرنې وړ عمده ټکی و.

 سپورټ د مختلفو تمدنونو د تبادلې يو مهم طرز دی، چې د بېلا بېلو هيوادونو د متقابل تفاهم، دوستۍ او يووالي او د عدالت او سياليتوب په شمول د اولمپيک روحيې د نړيوالې سولې او پرمختګ د پياوړتيا لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي.

 د ۲۰۲۱م کال په جولای کې د اولمپيک نړيوالې کمېټې پريکړه وکړه، چې د اولمپيک په شعار کې دې پر لا چټکتيا، لا لوړتيا او لاغښتليتوب سربېره د يووالي کليمه هم ځای شي.

 د بېجينګ د باسکيټبال کلب امريکايي روزونکي سټېفن ماربوري دغې غونډې ته په خپله ويډيويي وينا کې وويل، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو شعار ( يو ځای د ګډ راتلونکي په لور ) دی. دا د نوي اولمپيک شعار يوه ښه نښه ده او د اولمپيک لوبو له مرکزي ارزښت او اميد سره سمون خوري. نوموړي وويل:

 ((زه کابو لس کاله کېږي، چې په چين کې ژوند او کار او له ملګرو او همکارانو سره يو ځای نژدې همکاري کوم او له دوستانو او مينه والو سره يو ځای له ژوند څخه خوند اخلم. زه غواړم، چې له چين او عامو چينايانو سره يو ځای د چين او امريکا ترمنځ د کولتوري تګ راتګ څخه ګټه واخلم. ))

 په چين کې د مصر لوی سفير وويل، چې چين د کرونا وبا پر ضد د مبارزې پر مهال د اولمپيک ژمنيو لوبو د چمتوالي لپاره ستر کوښښونه کړي دي، هغه باور وښود، چې په چين کې به داسې په زړه پورې اولمپيک ژمنۍ لوبې تر سره شي، چې په تاريخ کې به ساری نه لري. هغه وويل:

 (( مونږ بايد د اولمپيک لوبو د تر سره کېدو اصلي موخه له ياده ونه باسو. دغه موخه د خلکو او هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او تبادلې پياوړتيا ده. دغه لوبې د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړيو ته يوه مهمه صحنه برابروي، چې په اولمپيک لوبو کې د ګډون له لارې د مختلفو هېوادونو او سيمو د خلکو ترمنځ يووالی وساتي.))

په بېجينګ کې د المان د فريډريچ ايبرټ صندوق د نماينده ګۍ لومړي استازي اليکساندر کالوېټ وويل، چې دوه کاله مخکې يې د اړوندو خواوو په بلنه د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د چمتوالي د بهير څارنه کړې او د دغو لوبو مفکورې او چمتوالي هغه ته ژورې خاطرې وربښلي دي. هغه باور لري، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به په بريالۍ توګه تر سره شي او د مختلفو هېوادونو د کولتورونو د پياوړتيا په برخه کې به ستر رول ولوبوي. نوموړي وويل:

(( په لوبو کې د بېلا بېلو هېوادونو د لوبغاړيو ترمنځ سيالي ترسره کيږي، خو د اولمپيک روحيه ډېره پراخه ده. د مختلفو هېوادونو لوبغاړي د اولمپيک ژمنيو لوبو په مسابقو کې متقابل تګ راتګ پياوړی کولای شي او له دې لارې به نه يوازې د دوی سپورتي توان لوړ شي، بلکې د نورو هېوادونو په تمدنونو به هم ډېر ښه وپوهيږي. هيله لرم، چې د کرونا وبا د خپرېدو پر مهال دغه موخه هم تر سره شي.))

د چين د نمايشي يخ لوبو ټولنې رئيسې او د نمايشي يخ لوبو نړيوالې اتلې شن شيو وويل، د يخ او واورو لوبې په چين کې له تېرو څو کلونو راهیسې ورځ تر بلې پراختيا مومي، ويل کېږي چې د چين هغه موخه چې په يخ او واورو لوبو کې به څه باندې ۳۰۰ ميليونه کسان ګډون وکړي، له ټاکلي وخت مخکې تر سره شوې ده.

د مختلفو هېوادونو لوبغاړي په وار سره بېجينګ ته را روان دي او ځيني يې را رسېدلي دي او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو کې د ګډون لپاره چمتوالی نيسي. د دوی له دغو کړنو څخه د اولمپيک هغه روحيه څرګنديږي، چې نړيوال دې د ننګونو او ستونزو د ليرې کولو لپاره يووالی وساتي!

د پياوړتيا، دوستۍ، درناوي او یووالي په نوم د اولمپيک روحيه به په ټوله نړۍ کې د سولې او پرمختګ د ساتلو په اړه د بشريت ګډه هيله پوره کړي!