د روغتيا نړیوال سازمان تازه شمېرنه ښيي، چې د اروپا په وخت د جنورۍ د ۱۱ مې نېټې د ماسپښين تر څلورو بجو او ۵۲ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر د تېرو ۲۴ ساعتونو په پرتله ۱۷۳۸۷۰۱ زیات شوی او عمومي شمېر يې ۳۰۸۴۵۸۵۰۹ ته رسېدلی او په همدې موده کې د دې ويروس له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۵۱۵۰ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۵۴۹۲۵۹۵ ته رسیدلی دی.