امريکا د بشر ضد ډېر جرمونه کړي
CMG2022/01/12 14:41:08
شريکول:

امريکا د بشر ضد ډېر جرمونه کړي

ابو زبيده چې د دايمي زنداني په نوم پېژندل کيږي، په دې وروستيو کې بيا د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی.

د اروپا د بشري حقونو محکمې په ۲۰۱۸م کال کې د ليتوانيا حکومت هغه کړنه له اروپايي قانون څخه سرغړونه وبلله، چې له مخې يې د امريکا استخباراتي ادارې ته يې اجازه ورکړې وه، چې ابو زبيده د خپل هېواد په زندان کې وساتي.

د اروپا د بشري حقونو محکمې د ليتوانيا له حکومت څخه وغوښتل، چې ابو زيده ته سل زره يورو جبران ورکړي، خو د ليتوانيا حکومت د محکمې له يادې پرېکړې درې کاله وروسته ومنله، چې زبيده ته به دغه جبران ورکړي.

د ليتوانيا له دې کړنې ښکاري، چې پر بشري حقونو د تېري په برخه کې يې له امريکا څخه ملاتړ کړی دی.

 د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې نيټې تر پېښې وروسته امريکا په نورو هېوادونو کې پټ زندانونه جوړ کړي او پکې يې شکمن کسان ساتلي او په دغو کسانو کې  فلسطينی ابو زبيده هم شامل دی.

زبيده له تېرو شلو کلونو راهيسې د ليتوانيا او ګوانټانامو د زندانونو په شمول د امريکا د استخباراتو ادارې په تورو زندانونو کې ساتل شوی او له سختو سزاوو سره مخ شوی دی.

امريکا تر اوسه پورې داسې شواهد نه دي وړاندې کړي، چې وښيي نوموړی له القاعدې سازمان سره اړيکې لري او نه يې هم تر اوسه کوم رسمي تور لګولی دی. زبيده په ۲۰۱۱م کال کې د اروپا د بشري حقونو محکمې ته شکايت وکړ، خو هغه ته د جبران ور کولو خبر اوس خپور شو. د امريکا دغسې تور زندانونه پر بشري حقونو د تېري څرګنده شاهدي وايي.

څېړونکي وايي، چې د ليتوانيا حکومت د امريکا تر صلاحيت لاندې زبيده ته د جبران ور کولو اعلان کړی دی. د نړيوالو عامه افکارو د فشارونو پر وړاندې امريکا وغوښتل، چې تر هر څه ژر دغه کار تر سره کړي، خو رښتيا دا دي، چې زبيده دغه جبران نه شي تر لاسه کولی، ځکه هغه لاهم په ګوانټانامو کې شپې او ورځې تېروي او د امريکا حکومت د ده ټولې شتمنۍ کنګل کړې دي.

د بريتانيا ګاډين ورځپاڼې ويلي، چې د جبران يادې پیسې به په يو بانکي حساب کې ورته زيرمه شي.

دا حقيقت دی، چې امريکا د بشري حقونو پر ضد ډېر جرمونه کړي او د جبران دغه پیسې ډېرې لږې دي.

په ګوانټانامو کې د زبيده په شان ډېر لږ بنديان ساتل کيږي.

د م.م د بشري حقونو شورا خپلواک کارپوه په خپلو خبرو کې په اشارې ويلي، چې تر اوسه څو سوه وګړي ګوانټانامو زندان ته وړل شوي او ټول يې له اساسي حقونو څخه بې برخې پاتې شوي او د دې ترڅنګ دوی په سيستماټیک ډول له ظالمانه اوغيرانساني سزاوو سره هم مخ شوي دي.

د م.م د يوې شمېرنې له مخې،  په ۲۰۰۳م کال کې په ګوانټانامو کې ۷۰۰ تنه بنديان وو، خو اوس ۳۹ تنه لا هم هلته ساتل کيږي، چې نهه تنه يې تورن او محکوم شوي دي. په زندان کې له ۲۰۰۲م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې نهه بنديان مړه شوي، چې اکثرو يې ځانوژنه کړې ده.

دغه شمېرنه ښيي، چې امريکا د بشري حقونو ضد جرمونه کړي او د بشري حقونو ساتونکي په نوم جعلي ماسک يې اچولی دی. د م.م د بشري حقونو کارپوهان د ګوانټانامو زندان پر بشري حقونو د امريکا د تېري بدرنګ ځای بولي.

سربېره پردې امريکا په تېرو شلو کلونو کې د ترهګرۍ ضد مبازرې کې هم نړيوالو ته ډېر زیانونه رسولي دي.

د امريکا د بران پوهنتون راپور وايي، چې امريکا په تېرو شلو کلونو کې په ۸۵ هېوادونو او سيمو کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو په نوم شاوخوا ۸۰۰۰ ميليارډه امريکايي ډالره لګولي، چې د جګړو له امله يې له ۸۹۷ زرو څخه تر ۹۲۹ زرو پورې وګړي وژل شوي او د بې کوره شويو کسانو شمېر له ۳۸ ميليونو څخه اوښتی دی.

نيويارک ټايمز په خپلې مقالې کې ليکلي، چې امريکا د جنګي جرمونو له کبله په ټولې نړۍ کې خپل اخلاقي واک له لاسه ورکړی دی. له حقيقتونو څخه ښکاري چې امريکا بشري حقونه له پامه غورځولي او يوازې خپلو سياسي ګټو ته پاملرنه کوي.

 امريکا باید په نورو هېوادونو کې تياره زندانونه وتړي او نړيواله ټولنه دې د بنديانو د ربړونې پلټنې وکړي.