د چين د بهرنيو چارو وزارت: د بهرنیو ارګانونو لخوا د زياتو چيني بانډونو ساتنه د چين پر اقتصاد باور ښيي
CMG2022/01/12 10:51:55
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۱۱ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې ډېرو بهرنیو ارګانونو پدې وروستيو کې زيات چيني بانډونه ساتلي دي او دا پدې معنا ده، چې دوی د چين پر اقتصاد باوري دي. هغه زیاته کړه، چې د یو شمېر نړيوالو اقتصادي سازمانونو د وړاندوينې له مخې، په ۲۰۲۱م کال کې د چين اقتصادي وده د ۲۰۲۰م کال په پرتله ٪۸ زياته وه، چې دغه شمېر نه یوازې د چين تر خپلې موخې یعنې ٪۶ لوړ دی، بلکې د نورو لویو اقتصادونو تر وړاندوينې هم زياتوالی ښيي. 

د چين د خلکو بانک تازه شمېرنه ښيي، چې د ۲۰۲۱م کال تر پايه پورې د بهرنيو ارګانونو لخوا نيول شوي چيني بانډونه ۴۰۰۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلي او دغه شمېر د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۷۵۰ ميليارډه يوانه زياتوالی ښيي.